دغه دستورې د ایران دنړیوال قاری محمد حسین سعیدیان په وسیله پيل شوې او په دوام کې بل نړیوال قاري کریم منصوري هم دکلام الله مجید آیتونه قرآئت کړل.
له دې وروسته د اهل بیت علیهم السلام مداح محمود کریمي د خدمت د شهیدانو لپاره مرثیې ووئيلې او عزاداری ئې وکړه. په دې پسې بیا نړیوال قاری قاسم مقدمي د قرآڼ کریم څو ایتونه تلاؤت کړل او بیا هم مرتضي طهاري مرثیې وړانډې کړې.
په دې پسې بیا د حوزې اوپوهنتون استاد حجةالاسلام ناصر رفیعي وینا وکړه. هغه دامین الله زیات محتوا ته ؛ اللَّهُمَّ فَاجْعَلْ نَفْسِی مُطْمَئِنَّهً بِقَدَرِکَ رَاضِیَهً بِقَضَائِکَ مُولَعَهً بِذِکْرِکَ وَ دُعَائِکَ» اشاره وکړه او وې وئيل؛خدایه !مونږ د په قضا او پلان ډاډمن یوو او آرامښت لرو.ولې په دمره اندازه د مونږ په روایتونو کې د رضا پر صفت ټينګارشوی دی؟ مقام معظم رهبري فرمائي ، له مونږ ترټولو غوره کسان واخستل شول ، مونږ به د تقدیر خلاف هیڅ شکایت ونه کړو،ژاړو، خو ګیله نه کوو. لکه څنګه څه چې د رسول الله (ص) لپاره پیښ شول ،هیڅکله ئې ونه فرمائیل، چې ائ کاش داسې نه وائ شوي.د هغه څه په اساس، چې په مصحف شریف کې راغلي دي؛ خداوند راضي کسانو ته دوه صفتونه او عنوانونه ورکړي دي.لومړی ؛ يا أَيَّتُهَا النَّفْسُ الْمُطْمَئِنَّةُ» راضي انسان، د مطمئنه نفس څښتن او دوهم هم رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمْ وَرَضُوا عَنْهُ أُولَئِكَ حِزْبُ اللَّهِ» په الهي رضا باندې راضي کسان، واقعي حزب الهي دي . پر دې اساس همیشه دغه جمله پخپل ذهن کې ذکر کول پکار دي ؛ مَا تُرِیدُ اِلَّا مَا اُرِیدُ».
حجةالاسلام رفیعي په پاي کې د حضرت زهرا او او د کربلا دپيښې په باب روضه خواني وکړه او خلکو هم په دې وخت ډير وژړل او دکربلا د شهیدانو له یاد سره سره ئې خپل شهیدان هم یاد کړل.
یاد او خاطره ئې تل ژوندئ.